د سوډان د شخړو د دواړو خواوو ترمنځ د اوربند تړون د جون د ۳ مې نېټې په شپه پای ته ورسيد او له همدې ورځې څخه د دغه هېواد په پلازمېنه خرطوم ښار او شاوخوا سيمو کې جګړه بيا پيل شوه او بشري وضعيت يې ډېر خراب شوی دی.
اوسمهال د خرطوم ښار په مرکزي او لوېديځو سيمو کې شديده جګړه روانه ده.
د سوډان پوځ د دغه ښار په لوېديځ کې د چټک غبرګون ځواک پر مرکز سخت بريدونه کړي دي.