د چین شنجو-۱۵ فضايي بېړۍ په بریالۍ توګه د انسان وړونکې الوتنې دنده ترسره کړه
CMG2023/06/04 14:02:57
شريکول:

د چين د شنجو -۱۵ فضايي بېړۍ راستنېدونکی کيپسول د جون د ۴ مې د سهار په ۶ بجو او ۳۳ دقيقو د درېيو ستورمزلو په وړلو سره په بريالۍ ځمکې ته بېرته ستون شو چې په دې توګه د دغې فضايي بېړۍ د انسان وړونکې الوتنې دنده بريالۍ ترسره شوه.

د چين شنجو-۱۵فضايي بېړۍ د ۲۰۲۲م کال د نومبر په ۲۹ مه د درېیو ستورمزلو په وړلو سره د دغه هېواد په شمال لوېديځ د جيو چوان سپوږمکيو د توغولو له مرکز څخه فضا ته وتوغول شوه او درېیو ستورمزلو په فضا کې ګڼ شمېر علمي ازموينې ترسره کړې او د چين د لومړي فضايي ستېشن د جوړولو چارو د بشپړېدو تاريخي شېبه يې ليدلې ده.