ځیني مشخص هېوادونه نشي کولای چې د اسيا او ارام سمندر سيمه ګډوډه کړي
CMG2023/06/04 14:14:00
شريکول:

د چين د دولتي شورا غړي او د دفاع وزير لي شانګ فو د جون د ۴مې په سهار د شانګريلا ډيالوګ یا د اسیا او ارام سمندر امنیتي سرمشریزې په ترڅ کې وويل، چې ځينو مشخصو هېوادونو د نورو هېوادونو او سيمو په کورنيو چارو کې سخته لاسوهنه کړې او هميشه يې پر نورو هېوادونو يو اړخيز بنديزونه لګولي، دغه راز له زور ګواښه یې کار اخيستی او په مختلفو ځايونو کې یې رنګين انقلابونه او جګړې لمسولې دي. دغه هېوادونه د يوې سيمې له ګډوډولو وروسته په نامسئولانه توګه ورڅخه وتلي او له دې امله دغه سيمه له سختو ستونزو سره مخ شوې او ډېر مسووليتونه ورپاتې دي.

نوموړي زياته کړه، موږ هېڅکله په اسيا او ارام سمندر سيمه کې د دغه ډول پيښو تکرار ته اجازه نه ورکوو.