پلټنه: احتمال شته چې هند کې د اورګاډو ټکر د سګنال د تېروتنې له امله وي
CMG2023/06/04 10:38:12
شريکول:

د هند په ختيځ اوډيسه ایالت کې چارواکو د جون په درېيمه خبر ورکړ چې د همدې مياشتې په دويمه په همدغه ایالت کې د اورګاډو ټکر پېښه کې ۲۸۸ کسان وژل شوي او ۸۰۰ نور ټپیان دي او د ژغورنې کارونه پای ته رسېدلي دي.

د هند صدراعظم نارندرا مودي د جون په درېيمه د دغې پېښې ځای ته لاړ او ويې ويل چې حکومت به يې د ټپيانو درملنه وکړي او د پېښې مسوولينو ته به سخته سزا ورکړي.

د هند د پلټنې د لومړۍ نتيجې له مخې، ډېر امکان شته چې دغه پېښه د سګنال د تېروتنې له امله شوې وي.