د چين له دوو کلتوري ځايونو نه د شي جین پينګ لېدنه څه پيغام لري؟
CMG2023/06/04 10:34:50
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پینګ د جون له لومړۍ تر دويمې پورې نېټې د دغه هېواد له دوو کلتوري ځايونو څخه چې يو يې د چین د نشراتو او کلتور ملي ارشيف او بل يې د چين د تاريخ څېړنيز اسټيټيوټ دی، ليدنه وکړه او د چيني کلتور د دوام او پرمختګ په ناسته کې يې هم ګډون وکړ. نوموړي دغې ناستې ته په وینا کې په لومړي ځل وويل، حکومت به د چيني ملت عصري تمدن اباد کړي.

له يادو دوو کلتوري ځايونو څخه د شي جين پينګ لېدنه څه پيغام لري؟ د چيني ملت عصري تمدن او ۵۰۰۰ کلن لرغونی چيني کلتور يو له بل سره څه اړيکې لري؟ په دې ليکنه کې دغو پوښتنو ته ځوابونه ويل شوي دي.

له يادو دوو کلتوري ځايونو څخه د شي جين پينګ لېدنه څه پيغام لري؟

د چین د نشراتو او کلتور ملي ارشيف د چيني تمدن په اړه د لرغونو نشراتي اثارو د ساتلو لپاره ځانګړی شوی او دنده يې چيني تمدن ته دوامدار پرمختګ ورکول دي. دغه ارشيف د چيني کلتور د جين (gene) د ساتنې مرکز ګڼل کيږي.

د چين د تاریخ څېړنيز اسټيټيوټ د دغه هېواد د تاريخ د څېړنې او مطالعې په اړه د لويو او مهمو علمي پروژو د عملي کولو دنده ادا کوي او د چيني کلتور سرچينې مطالعه او څېړي.

 


د چین د نشراتو او کلتور ملي ارشيف  

 
د چين د تاريخ څېړنيز اسټيټيوټ


د چين د تاريخ څېړنيز اسټيټيوټ

شي جين پينګ له تېرو ۱۰ کلونو راهيسې د چين له ډېرو موزيمونو او ارشيفونو څخه لېدنه کړې ده، هغه وايي، موږ بايد درک کړو چې چېرې پيدا شوي يو او چېرته روان يوو؟.

چين له ۲۰۱۲م کال راهيسې ډېر تاريخي پرمختګونه کړي دي،  خلک يې له شديدې بېوزلۍ څخه وتلي او نسبتاً شتمنه ټولنه يې اباده کړې، چې په دې سره د دغه هېواد پرمختګ نوې زمانې ته داخل شوی دی.

شي جين پينګ له يادو دوو ځايونو څخه د ليدنې پر مهال وويل، په نوې زمانه کې چين سمسور او ټولنه يې امنه او باثباته ده او  چينايان د خپل ملي کلتور د خپرولو اراده او توان لري، نو بايد دغه لوی کار چې په وجه يې د چيني ملت عصري تمدن اباد شي،  په ښه توګه ترسره کړي.

عصري تمدن او ۵۰۰۰ کلن چیني کلتور يو له بل سره څه اړيکې لري؟

شي جين پينګ د چين د غوره لرغوني کلتور ساتلو او خپرولو، نوښت او پرمختګ ته ډېره پاملرنه کوي او ۵۰۰۰ کلن چیني تمدن د دغه ملت رېښې بولي. هغه د چيني تمدن ځانګړتياوې داسې بيانوي:  چیني تمدن دوامدار پرمختګ ساتلی او ابتکاري توان لري،  دغه راز يوموټی توب، ټولشموليت او سوله غوښتونکی هم دی.

شي جين پينګ د چيني ملت د عصري تمدن د ابادۍ په اړه څه نظر لري؟

شي جين پينګ په دې باور دی، چې د چيني شکله عصري کېدو بهير چيني تمدن ته عصري قوت ورکوي او چيني تمدن یاد بهير ته ټينګ بنسټ برابروي. چين د خپل ۵۰۰۰ کلن تمدن په اساس چيني ځانګړتيا لرونکی سوسياليزم جوړ کړی او مارکسيزم يې له خپلو واقعيتونو او غوره لرغوني کلتور سره وصل کړی او له دې لارې يې خپل کلتور نوی کړی دی. شي جین پینګ پدې نظر دی، چې چینايان د خپل عصري تمدن د ابادولو لپاره باید پر خپل کلتور ټينګ باور ولري او په ټينګار سره دې خپله لاره ووهي او خپلواکه روحيه دې ولري، دغه راز باید په پرانيستې او ټولشموله رويې خپل کلتور نوی کړي، څو د کلتوري پرمختګ عصري پاڼه واړوي.