چين د امريکا د دفاع وزير خبرې رد کړې
CMG2023/06/04 14:10:59
شريکول:


د جون په ۳مه د شانګريلا په ۲۰م ډيالوګ یا د اسيا او ارام سمندر ۲۰ امنيتي سرمشريزه کې د چين پلاوي يوه خبري ناسته تر سره کړه. د چين د مرکزي پوځي کمېټې د ګډې درستيزولۍ مرستيال جينګ جيان فنګ د چين پر وړاندې د امريکا د دفاع وزير د بې بنسټه خبرو په هکله د خبريالانو پوښتنو ته ځواب ورکړ.

د امريکا د دفاع وزير ليويډ اوسټين په خپله وينا کې څو ځله پر چين بې بنسټه نيوکه وکړه. جينګ جيان فنګ د تايوان مسئلې په هکله پر درېيو حقايقو ټينګار کړی، چې په نړۍ کې يوازې يو چين شته او تايوان د چين نه جلا کېدونکې برخه ده. د يو چين د پيژندلو اصل د نړيوالې ټولنې ګډ نظر دی او د نړيوالو اړيکو د بنسټيزو اصولو مراعات کولو پر اساس  اخلاقي مسووليت هم دی. د چين اتحاد د تايوان سيمې د خلکو په شمول د ټولو چينايانو ګډه هېله او دنده ده. د تايوان مسئلې په هکله د امريکا ادعاوې له حقايقو سره سمون نه لري، دغه هېواد تور ته سپين او سپين ته تور وايي او دا ادعا يې په بشپړه توګه ناسمه ده.

د امريکا د دفاع وزير ليويډ اوسټين په وينا کې د تش په نامه هند او اسيا ارام سمندر سيمې د ستراتيژۍ په هکله جينګ جيان فنګ وويل، چې د امريکا د دغې ستراتيژۍ اصلي غوښتنه د خپل تسلط دوام دی، امريکا غواړي دښمنې ډلې جوړې کړي او په منځ کې يې لانجه جوړه کړي. له سړې جګړې ۳۲کلونه تير شوي، خو امريکا لا د سړې جګړې پر نظريې ټينګار لري، څلور اړخيز ميکانيزم، درې اړخيزامنيتي ملګري او نورې متخاصمې ډلې جوړوي.

جينګ جيان فنګ د جنوبي سمندر مسئلې په هکله وويل، چې امريکا په وروستيو کلونو کې د جنوبي سمندر په مسئلو کې لاسوهنه کړې او کوي يې او غواړي چې له دې لارې پر نورو هېوادونو فشاونه واچوي. دا د سيمې د هېوادونو د سولې، پرمختګ او ثبات له هېلو او هلو ځلو سره سمون نه خوري.

جينګ جيان فنګ د چين او امريکا د پوځونو تر منځ د تماسونو په هکله وويل، چې چين د امريکا له پوځ سره اړيکو ته په درنه سترګه ګوري او د دواړو هېوادونو د پوځونو تر منځ تماسونه نه ځنډېږي.  اوس د دواړو هېوادنو د پوځونو په اړيکو کې د ستونزو رامنځته کولو مسووليت د امريکا پر غاړه دی، ځکه د امريکا يو لړ ناسمو کړنو له امله د دواړو هېوادونو د پوځونو تر منځ تماسونو ته شرايط او زمينه نه ده برابره کړې.