د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان لوړه وکړه او د نوې کابينې د غړو نوملړ يې خپور کړ
CMG2023/06/04 14:14:57
شريکول:

د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان چې يو ځل بيا په ولسمشريزو ټاکنو کې بريالی شوی، د جون په ۳مه د دغه هېواد په پلازمېنه انقره کې لوړه وکړه او د نوې کابينې د غړو نوملړ يې خپور کړ.

رجب طيب اردوغان په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د لوړې په مراسمو کې وويل، چې ترکيه د تاریخ تر بل هر وخت يووالي ته اړتيا لري او ژمنه يې وکړه چې په خپل نوي ماموريت کې به نوی اساسي قانون تدوين کړي.