د چين د دولت رئیس شي جين پینګ د جون په درېيمه د هند په ختيځ اوډيسه ایالت کې د اورګاډو ټکر پېښه کې د سختې مرګ ژوبلې په مناسبت په جلاجلا توګه د دغه هېواد ولسمشرې دروپادي مورمو او صدراعظم نارندرا مودي ته د خواشينۍ پيغامونه ولیږل.
شي جين پينګ په خپلو پیغامونو کې د چين د حکومت او خلکو په استازيتوب د يادې پېښې له امله د رامنځته شوې مرګ ژوبلې په اړه خواشيني څرګنده کړې او د قربانیانو کورنیو او ټپيانو سره يې همدردي ښودلې ده.
د چين صدراعظم لي چيانګ هم په همدې ورځ د دې پېښې په مناسبت خپل هندي سيال ته د خواشينۍ پيغام لېږلی دی.