د سوريې خبري اژانس د جون په ۳مه خبر ورکړ، د سوريې او عراق په سرحدي سيمه کې عيني شاهدانو ويلي، په همدې ورځ په سوريه کې د امريکايي غير قانوني سرتيريو د دغه هېواد له شمال شرقه ۴۵ ټانکره غلا شوي تيل د دغه هېواد د محمودي غير قانوني کرښې له لارې د عراق شروقي سيمې ته وړي دي.
په وروستۍ موده کې امريکايي پوځ ډېر ځله له سوريې څخه تيل غلا کړي او د جون په لومړۍ نېټه يې په ډله ييزه توګه ۴۹ تيل وړونکي موټرونه بهر ته ليږلي دي.