اوپيک او د نفتو نور توليدونکي هېوادونه د تولیدي اندازې د کمولو په اړه موافقې ته رسېدلي دي
CMG2023/06/05 10:28:41
شريکول:

د نفتو صادرونکو هېوادونو سازمان( اوپيک) او او د نورو نفت توليدونکو هېوادونو استازو په ځايي وخت د جون له ۳مې څخه تر ۴مې نېټې پورې په ويانا کې غونډه وکړه او له خبرو اترو وروسته د توليدي اندازې د کمولو په اړه موافقې ته ورسېدل. دغو هېوادونو په ګډه اعلاميه کې ويلي، د نفتو توليدي اندازې د کمولو په اړه د ۲۰۲۳ کال شوې هوکړه به د روان کال تر پايه پورې دوام ولري او د ۲۰۲۴م کال د جنورۍ له لومړۍ نه د دسمبر تر ۳۱مې نېټې پورې به يې د اومو نفتو ورځنۍ تولیدي اندازه ۴۰ میليونو ۴۶۳ زرو بیرلو ته راکمه شي چې د اوس په پرتله ۱،۴ میلیونه بیرله کموالی راشي.