ابتدايي پلټنه ښیې چې د سيګنال ستونزه د هندي اورګاډو د ټکر پېښې لامل شوه
CMG2023/06/05 14:56:40
شريکول:

 د هندي رسنيو د راپورونو له مخې، په دغه هېواد کې د اورګاډي پټلۍ وزير وايشنا د جون په ۴مه نېټه ويلي، ابتدايي پلټنه ښيي چې په ختيځ هند کې د اورګاډو د ټکر پېښې لامل د برېښنايي سيګنال ستونزه وه.

د هند ټايمز ورځپاڼې د خبر له مخې، د پېښې په وخت کې، الکترونیکي سیسټم يو مسافر وړونکي اورګاډي ته، چې له کلکتې څخه چنای ته روان و، اصلي کرښې ته د ننوتلو سګنال واستاوه، خو وروسته يې بيا دغه سيګنال بند شو. له دې وروسته دغه مسافر وړونکی اورګاډی د پټلیو حلقې یا ګولايي ته ننوت او له يو بار وړونکي ګاډي سره يې ټکر وکړ، چې له امله يې پټلۍ څخه د دغه مسافر وړونکي اورګاډي د اوښتلو پېښه رامنځته شوه.

دا مهال ځايي حکومت د پټلۍ د عادي کېدو لپاره هڅې کوي او د قربانیانو د کورنیو لپاره د مرستو ځانګړې تليفوني کرښه جوړوي.

په کلکتې کې د چين قونسلګرۍ په درېيمه نېټه ویلي چې په دې پېښه کې هېڅ چیني تبعه ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې. (ژباړه: شکريه)