د چین د صنعت او معلوماتي ټېکنالوژۍ وزارت: د 6G ټکنالوژۍ څېړلو ته به پوره وده ورکړو
CMG2023/06/05 10:30:17
شريکول:

د چين د صنعت او معلوماتي ټېکنالوژۍ وزير جين جوانګ لونګ د جون په ۴مه نېټه د دې وزارت په کوربه توب د چين د اطلاعاتو او مخابراتو د ٣١م نړيوال نندارتون په ترڅ کې وويل چې چین به د انټرنېټ د راتلونکي پړاو د پرمختګ په اړه پلان جوړ کړي او په هر اړخیزه توګه به د 6G ټېکنالوژۍ څېړنې او پراختیا ته وده ورکړي.

هغه وويل، د نويو معلوماتي بنسټیزو تاسیساتو د سيستماټيک پرمختګ د چټکتيا، په پراخه توګه د معلوماتي ټېکنالوژۍ د استعمالولو او د صنعت په بېلابېلو برخو کې د انټرنېټ کارولو ته اړتيا ده. په عین وخت کې، د نویو صنعتونو پرمختګ ګړندی کړي، د ګرځنده مخابراتو په ګډون د ټولو صنعتي ځنځيرونو غوره والی پياوړی کړي، د انټرنیټ په شمول د عصري برخو  د راتلونکي پرمختګ په اړه پلانونه جوړ کړي او په پراخه توګه د 6G ټېکنالوژۍ څېړنې او پراختیا ته وده ورکړي.