په سوډان کې جګړه سخته شوې ده
CMG2023/06/05 10:29:34
شريکول:

 

د سوډان د شخړې ښکیلو خواوو ترمنځ د اوربند تړون د جون د ۳مې نېټې په شپه پای ته ورسید او په دې سره د دغه هېواد په پلازمینه خرطوم او نورو سيمو کې نښتو زور اخيستی.

خبر وايي، د جګړې دواړو خواوو درنې وسلې کارولې. د سوډان په لوېديځ دارفور سيمه کې هم جګړه پراخه شوې، د دواړو خواوو ترمنځ په شخړو کې لږ تر لږه ۴۰ عام وګړي وژل شوي دي. د دارفور سيمې مشر ميني ميناوي د روانې مياشتې په ۴مه نېټه اعلان وکړ چې د دارفور سيمې تر واک لاندې ۵ ايالتونه د ناورين حالت ته داخل شوي او له نړيوالې ټولنې يې وغوښتل چې دغې سيمې ته بېړنۍ بشري مرستې ورسوي.

روانې جګړې په سوډان کې ناوړه بشري وضعیت نور هم سخت کړی دی. زیات شمېر خلک هیله لري چې جګړې ژر پای ته ورسېږي او ژر تر ژره عادي ژوند اعاده شي.