د شهزاده سلطان په نوم د کنفوسيوس پوهنځی چې د سعودي عربستان د شهزاده سلطان پوهنتون او د چين د شن جن پوهنتون لخوا په ګډه تاسيس شوی، د جون په ۴مه نېټه د سعودي په پلازمېنه رياض کې په رسمي توګه پرانیستل شو.
دا لومړی ځل دی چې په سعودي کې د کنفوسيوس پوهنځی پرانیستل کېږي.
په سعودي عربستان کې د چين سفارت لنډمهاله شارژدافیر اين لي جون او د شهزاده سلطان پوهنتون مشر احمد د دې پوهنځي د پرانيستلو په مراسمو کې ګډون وکړ.
ښاغلي احمد په خپله وينا کې ويلي، چې په شهزاده سلطان پوهنتون کې د کنفوسيوس پوهنځي جوړېدل به نه يوازې د دې پوهنتون زده کوونکو او د سعودي ځوانانو ته د چيني ژبې د زده کړې او پر چيني کلتور د پوهېدو لپاره ارزښتناک فرصتونه برابر کړي، بلکې د چين او سعودي تر منځ د کلتوري او اقتصادي همکارۍ د پياوړتيا لپاره به مثبت رول ولوبوي. (ژباړه: شکريه)