د نايجريا پوليسو د جون په ۴مه نېټه ويلي، وسله والو کسانو په ۳مه نېټه د دغه هېواد په شمال لويديځ کې د سوکوتو ايالت پر څو کليو بريد وکړ او لږ تر لږه ٣٠ تنه کليوال يې وژلي دي.
د سوکوتو ایالت د پولیسو لخوا د خپرې شوې اعلاميې له مخې، وژل شوي کسان ټول د دغه ایالت د تنګازا سيمې د یوې ملېشه ډلې غړي وو. خبر وايي، يادې ملېشه ډلې په همدې ورځ شپنو او مالدارو ته د امنيتي خبرداري ورکولو لپاره تنګازا سيمې ته خپل غړي ورلېږلي او په ترڅ کې يې له شپنو او مالدارانو سره جنجال وکړ.
شپنو او مالدارو په ځوابي عمل کې د ملېشې پر ډلې برید کړی دی.
په دې وروستیو میاشتو کې د نایجریا په ډېرو ځایونو کې پرله پسې وسله وال بریدونه شوي، چې له امله یې زياتې مرګژوبلې اوښتې او د خلکو تښتونو پېښې هم ډېرې شوې دي.