لي شانګ فو د شانګريلا په شلم ډيالوګ کې وينا وکړه
CMG2023/06/05 09:38:33
شريکول:

د چین د دولتي شورا غړي او دفاع وزير لي شانګ فو د جون په ۴مه نېټه د شانګريلا په شلم ډيالوګ يا د اسيا او ارام سمندر په امنيتي سرمشريزه کې د امنیت په اړه د چين نوی وړانديز بيان کړ.

لي شانګ فو پر دې ټينګار وکړ چې تايوان د چين برخه ده، د تايوان مسئلې د حلولو څرنګوالی د چينايانو خپل کار دی او هېڅ بهرني ځواک ته د مداخلې اجازه نه ورکول کېږي. د تایوان د ډیموکراسۍ او پرمختګ ګوند چارواکي چې د بهرنیو ځواکونو په پارولو د خپلواکۍ يا له هېواد څخه د بیلتون په لټه کې دي او هغه بهرني ځواکونه چې د چین د پرمختګ د مخنيوي په پار له تایوانه کار اخلي، د تايوان تنګي د اوسني حالت تر ټولو لوی ستونزه جوړوونکي دي. که څوک له چين څخه د تايوان د جلا کولو نیت لري، نو شک نشته چې د چين پوځ به سمدلاسه له هېڅ دښمانانو څخه نه ويريږي او په هرې بيې به ملي حاکميت او ځمکنۍ بشپړتيا په ټينګه وساتي.

لي شانګ فو د جنوبي سمندرګي مسئلې او د چين او امريکا د اړيکو په اړه د چين دريځ هم څرګند کړ.