روسيه: پر جنوبي دونيټسک مو لوی بريدونه په شا تمبولي دي
CMG2023/06/06 10:34:42
شريکول:

د روسيې د ملي دفاع وزارت وياند ايګور کوناشينکوف د جون په ۵مه نېټه وويل، چې د اوکراين ځواکونو له ۴ مې نېټې څخه د جنوبي دونيټسک پر لوري پر ۵ جنګي مرکزونو د پياده عسکرو له شپږو کنډکونو او د ټانکونو له دوو کنډکونو په استفادې سره لوی بريدونه پيل کړل خو د روسي ځواکونو له خوا په شا وتمبول شول.

د اوکراين د ملي دفاع مرستيالې وزيرې هانا مريار د جون په ۵مه نېټه په ټولنيزه رسنۍ کې وويل، چې د اوکراين ځواکونه پر ځينو لورو د بريدونو په پيلولو بوخت دي، خو د بريدونو مشخص ځايونه يې نه دي ياد کړي. نوموړې زياته کړه، چې په باخموت کې لا هم جګړه روانه ده او ځواکونه يې له دې سيمې څخه د پراخې جنګې کرښې په لور د پرمختګ په حال کې دي. اوس د اوکراين ځواکونه د باخموت د شاوخواو لوړو ځايونو کنټرول په لاس کې لري او د دغه ښار د جنوبي سيمې د نيولو لپاره له روسي ځواکونو سره پر سختې جګړې بوخت دي.