د چين استازي د اټومي انرژۍ په نړيواله اېجنسي کې د چين دريځ بيان کړ
CMG2023/06/06 14:38:34
شريکول:

د اټومي انرژۍ نړيوالې ايجنسۍ د جون په ۵مه نېټه د شورا د همدې مياشتې غونډه تر سره کړه. د چين د اټومي انرژۍ ملي ادارې مشر او د اټومي انرژۍ د نړيوالې اېجنسۍ په شورا کې د چين غړي جانګ که جيان په دغه غونډه کې ګډون او وينا وکړه.

جانګ که جيان په خپله وينا کې وويل، چې د چين حکومت د اټومي انرژۍ پر فعال، خوندي او منظم پرمختګ ټينګار کړی او اټومي انرژي يې د زرغون پرمختګ او د انرژۍ د نوي ډول سيستم د جوړونې مهم انتخاب بللی. په چين کې د (هوالونګ) لومړي نمبر په شمول پروژو پرمختګ کړی او د اټومي انرژۍ په وسيله د تودوخې د عرضې او له سمندري اوبو څخه د مالګې د ایستلو په برخو کې د ټېکنالوژۍ څېړنه او استفاده پياوړې شوې او د اټومې انرژۍ له لارې د تخمونو اصلاح او طبي چارو ته ګټې رسولې دي.

نوموړي پر دې ټينګار وکړ، چين د اټومي انرژۍ له نړيوالې ايجنسۍ سره همکارۍ ته په درنه سترګه ګوري او هيله لري، چې د همکاريزو سندونو موافقات په ښه توګه پلې کړي او د اړوندو پروژو او همکاريزو مرکزونو له لارې پرمختيايي هېوادونو ته نور زيات عامه توليدات برابر کړي.