د امریکې دوه ګوني پاليسۍ د منلو وړ نه دي
CMG2023/06/06 15:22:35
شريکول:

امریکې په دې وروستیو ورځو کې د چین پر وړاندې منافقانه څرګندونې کړې دي.

له یوې خوا يې د امريکا د دفاع وزیر لوید جامس اوستین د شانګریلا ۲۰م ډیالوګ کې د تایوان موضوع او تش په نوم د بېړیو چلولو ازادي یاده کړې، واشنګټن د پوځي بېړۍ د مخنیوي په اړه پر چین تور لګولی. خو بله خوا د ختيځې اسیا او ارام سمندر سیمې په چارو کې د دغه هېواد د بهرنیو چارو مرستیال وزیر دانیل کریتنبرینک د جون په ۴مه نېټه چین ته سفر وکړ.

دا د واشنګټن دایمي چلند دی چې د چین د مخنیوي په عین وخت کې له دغه هېواد سره د ډیالوګ او همکارۍ غوښتنه هم لري. په حقیقت کې د امریکې دغه شان رویه د دوی بهرنۍ ستراتيژي ده. شنونکي وايي چې امریکا داسې هېواد دی چې تل يې په نړیواله ټولنه کې په خپله خوښه ناوړه اقدامات کړي دي، ثابته او عادي بهرنۍ پالیسي نه لري.

د امریکې له منافقانه رویې څخه د واشنګټن ناسم سیاسي حالت ښکاري. په داسې حال کې چې امریکا په غلطه چین تر ټولو ستراتيژيک سیال بولي، د چین پر وړاندې د سرسخت دريځ غوره کول د واشنګټن لخوا د سیاست سم لوری بلل کېږي. ښايي هېڅ امریکايي سیاستوال دا جرئت ونه لري چې له چین سره په اړیکو کې ښه والی راوړي. دوی له چین سره د تماس نیولو ته لېوال ښکاري، خو په عین وخت کې ور څخه  د خپل هېواد لخوا د لوبو ټاکل شويو قاعدو منلو غوښتنه کوي.

امریکا د شانګریلا په سږنۍ غونډه کې یو ځل بیا ادعا کړې چې چین دوی ته ګواښ دی، نو له دې ښکاري چې د واشنګټن د تسلط غوښتنې نظریه نه ده بدله شوې، هغه له چین سره اړیکې سیاسي معامله ګڼي.

خو د امریکې اوسنی توان د دغه هېواد له ناسمې رویې سره په ټکر کې دی. د امریکې اقتصادي حالت له ډېرو ننګونو سره مخ دی، د دغه هېواد دوو ګوندونو (جمهوریت غوښتونکی او ډيموکراټ) له اوږدو او پېچلو خبرو وروسته د دغه هېواد د پورونو کړکېچ د لنډمهال لپاره وځنډاوه، خو په حقیقت کې يې دغه ستونزه نه ده حل کړې. د بلومبیرګ اژانس په شمول ځینو خبري رسنیو خبر ورکړ، د امریکې د مالیې وزارت چارواکو څو ورځې مخکې ویلي، چې دغه هېواد او چین د نړۍ دواړه لوی اقتصادونه دي، دوی د ګردې نړۍ د عمومي اقتصاد او پولي مسئلو په اړه خپلمنځي تبادلې ساتي او له نړیوالو ننګونو سره ګډه مقابله ستر اهمیت لري.

شنونکو ویلي، چین ته د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د لوړ پوړي چارواکي د سفر موخه دا ده چې غواړي له چین سره په همکارۍ د امریکې د پورونو ستونزې له امله رامنځته شوې ننګونې کنټرول کړي. سربیره پر دې، واشنګټن له اقلیمي بدلون سره د مقابلې، د ذروي وسلو د خپرېدا د مخنیوي او د روسیې او اوکراین د کړکیچ په شمول ځينو موضوعاتو کې هم له چین سره همکارۍ ته اړتیا لري.

واشنګټن په خپله خوښه د چین مخنیوی کوي او د خپلې اړتیاوې له مخې له چین سره همکارۍ هم غواړي. له دې څخه ښکاري، چې هغه د چین د حاکمیت هېڅ درناوی نه کوي او د هېوادونو ترمنځ د ګډ ژوند اصلي بنسټ نه پېژني. د چین د دفاع وزیر د شانګریلا په سږنۍ غونډه کې ویلي، چې تایوان د چین نه جلا کېدونکې برخه ده، د تایوان مسئله د چینایانو کورنۍ چارې دي او د هېڅ بهرني ځواک لاسوهنه نه مني. که یوه ورځ د کوم یو هېواد پوځي بېړۍ د امریکې سمندري قلمرو ته داخله شي، واشنګټن به کوم ځوابي تدبیر ونیسي؟ ایا دغه شان کړنه عادي ګڼي که نه؟

اوس د چین او امریکې اړیکې له ستونزو سره مخ دي، اصلي لامل دا دی چې واشنګټن د چین پر وړاندې ناسمه پېژندنه لري او په خپله خوښه د چین قانوني ګټې زیانمنوي. که امریکا غواړي له چین سره اړیکې عادي کړي، نو باید یو بل ته متقابل درناوی وکړي، په سوله کې ګډ ژوند وکړي او د ګډو ګټو پر بنسټ دې همکارۍ وکړي.