په ملګرو ملتونو کې د چين مرستيال دايمي استازي دای بينګ د جون په ۵مه نېټه د منځنۍ افريقا په چارو کې د امنيت شورا په علني غونډه کې وينا وکړه او پر دې يې ټينګار وکړ، چې بهرنۍ لاسونه او يواړخيز بنديزونه د دې سيمې مسئلې نه شي حلولی.
نوموړي وويل، د افريقا د زياتو هېوادونو تازه وضعيت ښيي، چې د افريقا د مسئلو د حل لپاره بايد د دې سيمې په داخل کې چاره پيدا شي. نړيواله ټولنه بايد د ښکېلو هېوادونو ملي حاکميت او تصميم نيولو حق ته درناوی وکړي او د سيمې د سياسي ثبات د ساتلو لپاره مثبت ځواک برابر کړي. په دغه سيمه کې بهرنۍ لاسوهنه او ورباندې يواړخيز بنديزونه نه يوازې مسئلې نه شي حلولی، بلکې جنجالونه به سخت کړي. چين په دې نظر دی، چې نړيواله ټولنه بايد د ښکېلو هېوادونو حقيقت درک کړي او د خلکو د اړيتاوو له لحاظه د بشري حقونو د چارو عيني ارزونه وکړي، بهرنيان نشي کولای چې يوازې په خوله د بشري حقونو شعارونه ورکړي او يا د بشري حقونو په پلمه د ښکېلو هېوادونو په کورنيو چارو کې لاسوهنه وکړي.