د روسیې د بالتیک سمندر د بيړيو ډلې جنګي تمرينات پیل کړل
CMG2023/06/06 11:22:34
شريکول:

د روسيې دفاع وزارت د جون په ۵مه نېټه اعلان وکړ چې د دغه هېواد د بالتيک سمندر د جنګي بېړيو ډلې په اړوندو سمندري سيمو کې جنګي تمرينونه پيل کړي دي.

د بالتيک سمندر جنګي بيړيو ډلې د ۲۰۲۳م کال د تمريني پلان له مخې، دغه جنګي تمرينات به د جون له ۵مې څخه تر ۱۵مې نېټې پورې د بالتيک سمندر او کالينينګراد ايالت په تمريني سيمو کې تر سره شي. په دې تمريناتو کې ۴۰ جنګي بېړۍ، ۳۵۰۰ پوځيان، ۲۵ جنګي الوتکې او چورلکې او کابو ۵۰۰ پوځي ګاډي او تجهيزات ګډون لري.

په يادو ۴۰ جنګي بېړيو کې د ګزمې، دفاعي او پر توغنديو سمبالوونکي بيړۍ شاملې دي

د روسیې دفاع وزارت ویلي، چې د دې تمریناتو هدف د بالتیک سمندر د جنګي بیړيو ډلې د نظامي قوماندانۍ د جنګي چمتووالي سويې پياوړتيا او د بیړیو پرسونلو د جنګي مهارتونو لوړوالی دي. دغه راز د سمندري لارو او د بیړیو د تم ځای ساتنه هم په دې تمريناتو کې شامله ده.

(ژباړه: شکريه)