وانګ يي په بهرنيو چارو کې د فرانسې د ولسمشر له سلاکار بوناټون سره تلېفوني خبرې وکړې
CMG2023/06/06 10:46:20
شريکول:

د چين کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د سياسي بيورو غړي او د دغې کميټې د بهرنيو چارو کميسيون د دفتر مشر وانګ يي د جون په ۵مه نېټه په بهرنيو چارو کې د فرانسې د ولسمشر له سلاکار بوناټون سره تيلېفوني خبرې وکړې.

وانګ يي وويل، چې د فرانسې ولسمشر ايمانويل مکرون په اپرېل کې له چين څخه ليدنه کړې او د دواړو هېواونو مشرانو يو لړ ګډ ستراتيژيک موافقات کړي . دواړه خواوې بايد د مشرانو د دغو ګډو موافقو د پلي کولو لپاره ګامونه پورته کړي. وانګ يي په دې اړه باور وښود، چې فرانسه به د چين په اړه د منطقي او مثبتې تګلارې تطبيق ته دوام ورکړي او د چين او اروپا ترمنځ د اړيکو د ثبات او پرمختګ په ساتلو کې به رغنده رول ولوبوي. چين او اروپا د نړۍ د څو قطبي کېدو په بهير کې دوه مهم ځواکونه دي او خپلمنځي ګډې ګټې يې له توپيرونو څخه ډېرې دي. دواړه هېوادونه بايد د نړيوال ثبات د پياوړتيا لپاره همکاريو ته پاملرنه وکړي.

بوناټون وويل، ولسمشر ماکرون له چين څخه د ليدنې د لاسته راوړنو په تېره بيا د دغه هېواد د دولت له رئيس شي جين پينګ سره د ژورو بحثونو او نظر تبادلې په اړه ډېر خوشحاله دی. فرانسه غواړي له چين سره همکارۍ پياوړې کړي او د فرانسې او چين، اروپا او چين ترمنځ د اړيکو د لا ټينګښت لپاره خدمتونه وکړي. فرانسه په دې نظر ده، چې اروپا بايد يووالی وساتي، پر خپلواکۍ او ځان بسياينې دې ټينګار وکړي او له چين سره دې د متقابل درناوي او ګډې سمسورتيا پر اساس اړيکې ټينګې کړي.