د عرب ليګ پلاوي د چين له شينجيانګ څخه ليدنه وکړه
CMG2023/06/06 10:27:33
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د جون په ۵مه نېټه د دغه وزارت په نوبتي خبري ناسته کې خبريالانو ته د چين له شينجيانګ څخه د عرب ليګ د پلاوي د ليدنې په اړه معلومات ورکړل. نوموړي وويل، د دغه پلاوي غړو د شينجيانګ سمسور وضعيت کتلی او د چين د پرمختيايي شکل د لاسته راوړنو په تېره بيا د بېوزلۍ د له منځه وړلو په برخه کې د ستر برياليتوب ستاينه کړې.

د وانګ ون بين په خبره، د عرب ليګ غړو ويلي، چې دوی په شينجيانګ کې ټولنيزه همغږي، اقتصادي سمسورتيا، د بېلا بېلو قومونو د خلکو ترمنځ همغږي او ګډ ژوند، د بېلا بېلو چارو چټک پرمختګ او د ځايي مسلمانانو د قومي او مذهبي حقونو خونديتوب کتلی، چې دا وضعيت د ځينيو لويديځو خبري رسنيو له خبرونو سره بيخي توپير لري. د دغه پلاوي غړو په شينجيانګ کې د نژادي تصفيې او مذهبي شکنجې د شتون تورونه بې ځايه درواغ وبلل او زياته يې کړه، چې عربي هېوادونه د شينجيانګ د مسلمانانو په شمول د چين د ملي لږکيو د پالنې په برخه کې د چين د هڅو ستاينه کوي او د شينجيانګ د ثبات او پرمختګ د خونديتوب په برخه کې به له چين څخه ملاتړ ته دوام ورکړي.

د مې له ۳۰مې نېټې څخه د جون تر دوهمې نېټې پورې د عرب ليګ يوه پلاوي چې د مصر، سعودي عربستان او الجزاير په شمول د ۱۶ عربي هېوادونو او د عرب ليګ د دارالانشاُ څه باندې ۳۰ چارواکو پکې ګډون درلود، د چين له شينجيانګ څخه ليدنه وکړه.