د چين د سوداګرۍ وزارت د امريکا او اقیانوس چارو ادارې مشر د جون په ۶مه نېټه وويل، چې چين تل د نشه يي توکو په مخنيوي کې کلکه رويه غوره کړې او په بشري روحيه يې د فينتانيل مسئلې د حل لپاره له امريکا سره مرستې کړې دي. خو امريکا له حقایقو سره سره په دې پلمه پر چيني شرکتونو او اشخاصو بنديزونه لګولي، چې وايي په امريکا او مکسيکو کې د چين ځينې پلورونکي تجهيزات او ماشينونه د فينتانيل په جوړولو کې کارول کېږي. د امريکا د دې کړنې موخه د خپلې کمزورې حکومتولۍ پټول دي. چين له دې سره ټينګ مخالفت کوي او د خپلو شرکتونو او اشخاصو مشروع حقونه او ګټې به وساتي. (ژباړه: شکريه)