په بېجينګ کې د برېکس هېوادونو د ۲۰۱۳ کال د ښځو رهبرۍ فورم جوړ شو
CMG2023/06/06 11:30:43
شريکول:

د جون په ۵مه نېټه، د ۲۰۲۳م کال د برېکس هېوادونو د ښځو د رهبرۍ فورم د چين په پلازمېنه بېجينګ کې تر سره شو.

 د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ملی کمېټې مرستيالې، د چين د ښځو ملي فدراسون مشرې شن يوي يوی د دې فورم په پرانيدستونکو مراسمو کې وينا کړې.

نوموړې ويلي، چې برېکس هېوادونه د چين د دولت د ريئس شي جين پينګ تر زياتې پاملرنې او د برېکس هېوادونو د مشرانو تر لارښوونې لاندې په نړۍ کې په يو مهم قوت بدل شوی دی. د برېکس همکارۍ د باکيفيته پرمختګ نوې مرحلې ته ننوتلې دي. د چيني شکله عصري کېدو ابادۍ د ښځو د هراړخيز پرمختګ لپاره لا زيات فرصتونه برابر کړي او ښځو سره يې همکاريو او پرمختګ ته نوې محرکه قوه ورکړې. نوموړې پر دې ټينګار وکړ چې خلکو ته لومړيتوب او د ښځو هراړخيز پرمختګ ته دې وده ورکړل شي، ښځې دې د ټېکنالوژۍ او صنعت د نويو اصلاحاتو او د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ په بهير کې خدمت وکړي.

دغه فورم د چين د نړيوالې سوداګرۍ د هڅوونې ټولنې او د چين د نړیوالې سوداګريزې کمیټې لخوا جوړ شوی، مطلب يې د تبادلو زياتول او د همکاریو پراخول دي.