چين ګانګ د ملکي هوايي چلند د نړيوال سازمان له سرمنشي سره وکتل
CMG2023/06/07 11:00:32
شريکول:

د چین د دولتي شورا غړي او د بهرنیو چارو وزیر چین ګانګ د جون په ۶مه نېټه په بېجينګ کې د ملکي هوايي چلند د نړيوال سازمان له سرمنشي جوان کاروس سلاځار(Juan Carlos Salazar) سره وکتل.

چين ګانګ وويل، د چين له خوا وړاندې شوي د یو کمربند او یوې لارې او د نړۍ د پرمختګ وړاندیزونه د ملکي هوايي چلند د نړيوال سازمان د هغې مفکورې سره ورته والی لري چې هېڅ هېواد شاته پاتې نه شي. موږ په اړوندو وړانديزونو کې ملکي هوايي چلند د نړيوال سازمان د فعال ګډون او د ملکي هوایي چلند د صنعت ستراتیژیک مخکښ رول د لوبولو هرکلی کوو تر څو چې د نړیوال پرمختګ بیا راژوندي کولو او د ملګرو ملتونو د ۲۰۳۰م کال د دوامدار پرمختګ اجنډا پلي کولو ته باور او ځواک ورکوي.

چين د تايوان مسئلې په اړه د ملکي هوايي چلند د نړيوال سازمان سم دريځ ستاينه کوي او هيله لري چې له چين سره ملاتړ ته دوام ورکړي.

جوان کاروس سلاځار د نړۍ د هوايي صنعت په پرمختګ کې د چين د مهم رول په اړه لوړه قدرداني کړې، د ملکي هوايي چلند له کارونو څخه يې د چين د ټينګ ملاتړ له امله مننه وکړه، همدارنګه C919 مسافر وړونکې الوتکې ته يې د بريالي سوداګريز فعاليت له امله مبارکي وويله.

جوان کاروس سلاځار زياته کړه چې د ملکي هوايي چلند نړيوال سازمان تل د يو چين پېژندنې پر اصولو ټينګ ولاړ دی، د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ او له خپلو اړوندو پرېکړه ليکونو سره سم به د تايوان مسئلې په سمه توګه پرمخ يوسي او غواړي له چين سره د هېوادونو ترمنځ د نړيوال ملکي هوايي چلند همکارۍ د پرله پسې ژورتيا لپاره هڅې وکړي.