بېجینګ د جاپان د فوکوشیما ذروي ککړو اوبو په تړاو جدي احتجاج وکړ
CMG2023/06/07 11:17:48
شريکول:

د چین د اټومي انرژۍ د ملي ادارې مشر او د اټومي انرژۍ د نړیوالې اېجنسۍ په شورا کې د چین استازي جانګ که جیان د جون په ۵مه نېټه په ویانا کې د اټومي انرژۍ د نړیوالې اېجنسۍ شورا د جون میاشتې په غونډه کې سمندر ته د جاپان لخوا د فوکوشیما ذروي ککړو اوبو د ایستلو په اړه وینا وکړه. هغه په خپلو خبرو کې د جاپان د دغه پلان سخته غندنه وکړه. 

نوموړي په اشارې وویل، سمندر ته د جاپان د فوکوشیما ذروي ککړو اوبو د ایستلو مسئله د ګردې نړۍ له سمندري چاپېریال او د خلکو له عامې روغتیا سره نږدې اړیکې لري. جاپان د خپل هېواد خلکو او د نورو هېوادونو له اندېښنې سره سره د هېڅ علمي او د باور وړ تفصیلاتو له ورکولو او له ګاونډیو هېوادونو سره له کافي مشورې پرته په خپله خوښه سمندر ته د ذروي ککړو اوبو د ایستلو پلان پرمخ وړي، دغه کړنه يې بیخي غیرمسئولانه ده. 

نوموړي پر دې ټينګار وکړ، په تصفیه شویو ذروي ککړو اوبو کې لا هم له معیاره زیات راډيواکتیف ذروي مواد شته دي. جاپان غواړي سمندر ته د ذروي ککړو اوبو د ایستلو ممکنه ګواښ پټوي، د اړوندو ټکنالوژیو او د ذروي ککړو اوبو د پاکولو تجهیزاتو د دایمي باور وړ حالت له تاییدولو پرته په زور سره دغه پلان عملي کوي، دغه کړنه يې بیخي د زغم او منلو وړ نه ده. (هیله)