د چین د پرمختګ او اصلاحاتو ملي کمېټې د جون په ۶مه نېټه وویل، د نړیوال اقتصاد فورم ۱۴مه کلنۍ غونډه یانې د داوس دوبنی فورم به د روانې میاشتې له ۲۷مې څخه تر ۲۹مې نېټې پورې د چین په تیان جین ښار کې ترسره شي. د چین دغه کمېټه د یاد فورم د کوربه په توګه له اړوندو ارګانونو سره د تشکیلاتي چارو په اړه همغږۍ او لارښوونې کوي.
سږنی فورم «د نړیوال اقتصاد هڅوونکی رول» تر عنوان لاندې ترسره کېږي، د سیاست، سوداګرۍ، پوهنې، ټولنیزو بنسټونو او نړیوالو سازمانونو څخه راغلي څه باندې ۱۵۰۰ کسان به په دغه فورم کې برخه واخلي. (هیله)