د سوډان ښکېلو خواوو په خرطوم او دارفور سیمو کې جګړه وکړه
CMG2023/06/07 11:09:11
شريکول:

د سوډان وسله والو ځواکونو او ګړندي ملاتړ کوونکي ځواک د جون په ۵مه نېټه په پلازمېنه خرطوم کې جګړې ته دوام ورکړ. د ځايي رسنیو د خبر له مخې، دواړې خواوې د سوډان په لوېديځ دارفور کې هم ښکېل شوي دي. 

ځايي رسنیو د دارفور سیمې د مطبوعاتي ویاند په قول خبر ورکړ، چې د یادو دواړو خواوو د سختې جګړې له امله د جون په ۴مه نېټه ۲۳ تنه ووژل شول، سربېره پر دې، په تېرو څو اونیو کې په نورو ښارونو کې هم له ۴۰ څخه تر ۵۰ پورې کسان وژل شوي‌ دي.

 (هیله)