په سعودي عربستان کې د ایران سفارت بیا پرانیستل شو
CMG2023/06/07 11:02:54
شريکول:

په سعودي عربستان کې د ایران سفارت د جون په ۶مه نېټه د بیا پرانیستلو مراسم ترسره کړل. د ایران د بهرنیو چارو مرستیال او د سعودي د بهرنیو چارو مرستیال په شمول د دواړو هېوادونو ځينو چارواکو په دغو مراسمو کې ګډون کړی و. 

د ایران سفارت د سعودي عربستان پلازمېنه ریاض کې واقع دی، مخکې د دواړو هېوادونو اړیکو د پرې کېدو له امله وتړل شو، خو په وروستیو کې دغه سفارت پوره بېرته نوی او ښکلی شوی  دی.

ایران او سعودي په ۲۰۱۶م کال کې خپلمنځي اړیکې پرې کړې وې، چې د چین په منځګړیتوب سره د دواړو خواوو استازو د سږ کال د مارچ له ۶مې څخه تر ۱۰مې پورې په بېجینګ کې خبرې اترې وکړې او دریو خواوو د یوې ګډې اعلاميې په خپرولو سره اعلان وکړ چې سعودي او ایران به خپلمنځي ډیپلوماتیکې اړیکې عادي کړي. بیا وروسته سعودي او ایران د تېر اپرېل په ۶مه د یوې ګډې اعلاميې په خپرولو سره د خپلمنځي ډيپلوماتیکو اړیکو د عادي کېدو اعلان وکړ. (هیله)