د کلتوري چارو ۱۹م نندارتون د جون په ۷ مه نېټه د چين په شنجن ښار کې پرانيستل شو.
د دغه نندارتون په جريان کې ۶ نندارځي جوړ شوي چې د کلتوري چارو او د ګوانګ دونګ، هانکانګ او مکاو لوی خليج د پرمختګ په اړه معلومات او د غير مادي کلتوري ميراثونو هنري اثار پکې نندارې ته وړاندې شوي دي.
په دغه نندارتون کې تر ۳۵۰۰ زياتو حکومتي پلاويو، کلتوري ارګانونو او تصديو ګډون کړی دی.
د کلتوري چارو نندارتون په لومړي ځل په ۲۰۰۴ م کال کې د چین په شنجن ښار کې دایر شوی او په دې وروستيو کلونو کې يې پيمانه ډېره پراخه شوې او د چين د کلتوري چارو په پراخولو او له نورو هېوادونو سره د کلتوري راکړې ورکړې په زياتولو کې ډېر مهم رول لوبوي.