بېجینګ: د پرمختګ موضوع دې بیا د نړیوالې اجنډا مرکزي ټکی وګرځي
CMG2023/06/07 11:16:34
شريکول:

په ملګرو ملتونو کې د چین مرستیال دایمي استازي دای بین د جون په ۶مه نېټه د ملګرو ملتونو د پرمختګ پروګرام، د ملګرو ملتونو د نفوس صندوق، د ملګرو ملتونو د  پروژو ادارې سږنۍ غونډه کې وینا وکړه او په خپلو خبرو کې يې غوښتنه وکړه، چې د پرمختګ موضوع دې بیا د نړیوالې اجنډا مرکزي ټکی وګرځي.

دای بین وویل، چین په دې اړه وړاندیزونه وکړل، چې نړیواله ټولنه باید د پرمختګ ښه شرایط او چاپېریال جوړ کړي، د لایحې وړاندې کوونکي هېواد د مالکیت او لارښوونکي حقونو دې احترام وکړي، د پرمختګ لا زیاتې سرچینې دې راغونډې کړي، د بېلا بېلو هېوادونو او یا سازمانونو ترمنځ همکاریزې اړیکې دې پياوړې کړي. (هیله)