د (وو ليانګ سو های) سیمې غښتلی شوی چاپېریال
CMG2023/06/07 10:56:41
شريکول:

(وو ليانګ سو های)  سیمه د چين په شمال کې د داخلي مغولستان په (با يان ناو عر) ښار کې پرته ده او د اوبو ساحې پراخوالی يې ۲۹۳ مربع کيلو متره دی، دغه سيمه د چين د لوی(ژېړ) سيند په غاړه کې تر ټولو لویې اوبیزې ځمکې دي او د ژېړ سيند د ايکولوژيکي امنيت د تضمين په برخه کې مهم رول لوبوي.

د شلمې پېړۍ له نهمې لسيزې راهيسې په دې سيمه کې د طبيعي اوبو برابروونکې اندازه کمه شوې او په ښارونو کې د ککړو او فاضله اوبو وروتو د دې سیمې ايکولوژيکي چاپېريال ته زيانونه رسولي وو، خو په وروستيو کلونو کې د اړوندو څانګو په هڅو سره يې ايکولوژيکي چاپېريال ښه شوی او بيولوژيکي تنوع يې هم پکې اعاده شوې ده چې د اوبو په ساحه کې د مرغانو د ډولونو شمېر ۲۶۴ ته او د کبانو د ډولونو شمېر ۲۲ ته رسېدلی دی.