فلسطین غواړي له چین سره اړیکې لا پیاوړې کړي
CMG2023/06/07 11:00:36
شريکول:

د فلسطین ولسمشر محمود عباس د جون په ۵مې وویل، فلسطین له چین سره د اړیکو پیاوړتیا ته جدي پاملرنه کوي، هیله لري چې د دواړو هېوادونو د اړیکو ټينګېدو د ۳۵مې کلیزې په پار خپلمنځي اړیکې لا پیاوړې کړي. 

عباس په همدې ورځ په رام الله ښار کې د چین د نماينده ګۍ نوي مشر ځنګ جي شین معرفي لیک ومانه. نوموړي د چین ستاینه وکړه چې د فلسطین مسئلې حل د هڅولو لپاره يې رغنده وړاندیزونه کړي او د فلسطینیانو د عادلانه چارو څخه د ملاتړ په اړه يې له چین څخه مننه څرګنده کړه. (هیله)