اروپايي ټولنې د اوکراين پر کرنيزو محصولاتو محدوديت تمديد کړ
CMG2023/06/07 15:07:12
شريکول:

اروپايي کميسيون د جون په ۵مه نېټه يوه اعلاميه خپره کړه چې د اروپايي اتحادیې د غړو هېوادونو د کرنيزو محصولاتو د بازاري ونډو د ساتنې لپاره د اوکراين پر څلورو کرنيزو محصولاتو محدوديت چې د ټاکلي پلان له مخې دې په همدې ورځ پای ته رسېدلی وای، د سپتمبر تر ١۵مې نېټې پورې تمديدېږي.

اروپایي کمیسیون وویل چې اروپايي ټولنه به ګام په ګام د سپتمبر تر ۱۵مه نېټې پورې له اوکراین څخه د غنمو، جوارو، شړشمو او لمرمخو ګل د تخمونو په وارداتو ځانګړي او لنډمهاله محدوديت لرې کړي. د دغه محدوديت له مخې په بلغاریا، هنګري، پولنډ، رومانیا او سلواکیا کې د دغو څلورو کرنیزو محصولاتو ازاد تجارت نه کېږي، خو د دغو پنځو هېوادونو له لارې د اروپايي ټولنې نورو غړو هېوادونو یا له دې ټولنې بهر لېږدول کېدای شي.