ولې په لاتينې امريکا کې د چين وړاندیز زیات د هرکلي وړ ګرځي؟
CMG2023/06/07 14:40:31
شريکول:

د اکوادور ګلابان چين ته صادر شوي او د دغه هېواد په ګوانګ جو ښار کې ډېر پلورل شوي. د کيوبا په شمول د لاتينې امريکا د ډېرو هېوادونو سوداګرو د چين د الکترونيکې سوداګرۍ په وېبپاڼو کې خپل انلاين دوکانونه پرانيستلي. د چين په بازارونو کې د لاتيني امريکا د غوايي غوښې ونډه د زياتېدو په حال کې ده.

ولې د چين او لاتينې امريکا ترمنځ همکارۍ تودې دي؟ دغې پوښتنې ته ځواب د کلمبيا د پخواني ولسمشر ايرنيستو سامپير له تازه څرګندونې څخه پيدا کېدای شي. نوموړي په دې وروستيو کې له خبريال سره مرکې کې ويلي، چې (( موږ د ارام سمندر پر غاړه يو او د ګډ پرمختګ يو هغه وړاندیز ته سترګې په لار دي، چې ارام سمندر تېرولی شي)).

د ايرنيستو سامپير په خبره طرحه د چين لخوا وړاندې شوې د يو کمربند او يوې لارې وړاندیز دی.

په لاتيني امريکا کې له چين سره د يو کمربند او يوې لارې د ګډې ابادۍ چارې د ګرمۍ په حال کې دي. د ارجنټاين د اقتصاد وزير سيرجيو ماسا څو ورځې مخکې له چين څخه ليدنه کړې او د دواړو هېوادونو حکومتونو د يو کمربند او يوې لارې د ابادۍ په اړه همکاريز پلان لاسليک کړی، چې دا د تېر کال په فبرورۍ کې په نوموړي  کې د ارجنټاين له ګډون وروسته د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاريو يوه بله لاسته راوړنه ده، دغه راز دواړه خواوې به په لا مشخصه چاره خپلمنځي همکارۍ پياوړې کړي.

په دې وروستيو کې د چين – لاتينې امريکا او کاريبين سيمې د هېوادونو ترمنځ د بنسټيزو تاسيساتو نهم همکاريز فورم د چين په مکاو کې پای ته ورسېد. د رسمي خبر له مخې، د دغه فورم ګډونوالو د يو کمربند او يوې لارې د ابادۍ په اړه د نظريو ژوره تبادله وکړه. د لاتينې امريکا اژانس خبر ورکړ، چې د يو کمربند او يوې لارې وړاندیز به د بنسټيزو تاسيساتو او همکاريو د پراخو شبکو له لارې چين او د لاتينې امريکا په شمول د نړۍ نورې سيمې سره ونښلوي.

د تازه معلوماتو له مخې، په لاتينې امريکا کې د يو کمربند او يوې لارې د ابادۍ په اړه د چين د ملګرو شمېر ۲۱ هېوادونو ته زيات شوی دی. ولې په لاتينې امريکا کې د چين وړاندیز د هرکلي وړ کچه لوړېږي؟ ځکه د دغه وړاندیز په اساس همکارۍ پراخې او ارزښتناکې دي او د چين او لاتينې امريکا خلکو ته رښتينې ګټې رسولی شي.

چين په تېرو مسلسلو لسو کلونو کې د لاتينې امريکا دوهم سوداګريز ملګری پاتې دی او په ۲۰۲۲م کال کې د دواړو خواوو ترمنځ د سوداګرۍ عمومي ارزښت ۴۸۵ ميليارډو او ۷۹۰ ميليونو امريکايي ډالرو ته رسېدلی. دا ښيي، چې د دغه وړاندیز تر اغېزې لاندې د دواړو خواوو ترمنځ د سوداګرۍ اندازه ډېره لوړه شوې او لاتينې امريکا د چين له اقتصادي پرمختګ څخه فرصتونه او ګټې تر لاسه کړې دي.

 سربېره پر دې، د يو کمربند او يوې لارې ځينې همکاريزې پروژې د لاتينې امريکا د هېوادونو په لرو سيمو کې واقع دي او د دغو پروژو د تطبيق له امله د ځايي سيمو پرمختګ پياوړی، کاري دندې يې زياتې او د خلکو ژوند ښه شوی دی. د بېلګې په توګه، د ارجنټاين د جوجوي ولايت ګاوچاري سيمه پخوا ډېره وروسته پاتې وه. په دغه سيمه کې د فوټو والټ په وسيله برېښناکوټ په ۲۰۱۷م کال کې د چين د پانګونې پر مټ جوړ شوی او د ۲۰۲۰م کال په سپتمبر کې د ګټې اخيستې ته سپارل شوی، چې د شاوخواوو لسګونو کليو اوسېدونکو ته يې کاري دندې برابر کړې او د دې سيمې د برېښنايي کمبود مسئله يې حل کړې ده.

د لاتينې امريکا هېوادونو د يو کمربند او يوې لارې وړاندیز له لارې د پرمختګ توان لوړ کړی. د چين – لاتينې امريکا او کاريبين سيمې د هېوادونو ترمنځ د بنسټيزو تاسيساتو د نهم همکاريز فورم ډېرو ګډونوالو ويلي، چې چين د ټکنالوژۍ او تجربو غوره والی لري او د زرغون اقتصاد، ډيجیټلي اقتصاد او لوړې ټکنالوژۍ په برخو کې له چين سره همکارۍ د لاتينې امريکا پرمختګ ته نوی خوځنده ځواک برابرولی شي.

د لاتينې امريکا زيات وګړي په دې نظر دي، چې د يو کمربند او يوې لارې وړاندیز اجباري غوښتنه او اضافي سياسي شرط نه لري او د پرمختګ نوې مفکوره او لاره برابروي.

روان کال د يو کمربند او يوې لارې وړاندیز د وړاندې کېدو له لسمې کليزې سره برابر دی. چين د باکيفيته پرمختګ له لارې د چيني شکله عصري کېدو بهير پر مخ بوزي او دا به د لاتينې امريکا په شمول د نړۍ بېلا بېلو هېوادونو ته فرصتونه برابر کړي.