روسیه او اوکراین یو بل د کاخوفکا د اوبو برېښناکوټ په ویجاړولو تورنوي
CMG2023/06/08 10:36:36
شريکول:

د روسيې د بهرنيو چارو وزارت د جون په ۶مه نېټه وويل چې د اوکراين وسله والو ځواکونو د کاخوفکا د اوبو بند ته زيان رسولی چې له امله يې د دنيپر سيند په لاندنيو برخو کې د اوبو سطحه ډېره لوړه شوې، د استوګنې سيمې د سېلابونو له امله ویجاړې شوې، زيات شمېر خلک کډه کولو ته اړ شوي او په کرنیزو ځمکو کې اړوند کارونه ګډوډ شوي دي. روسیې ویلي دي چې د اوکراین کړنې په پراخه پیمانه بشري او چاپېریالي ناورینونه رامنځته کړي چې په دې سره یې د سیمې او نړۍ امنیت ته سخت ګواښونه رسولي دي. روسیه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په ګډون يو لړ نړیوالو سازمانونو کې د اوکراین د کړنو بیاکتنه پیلوي.

اوکرايني لوري په همدې ورځ د دغې پېښې پړه پر روسي ځواکونو اچولې ده.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش د روانې مياشتې په ۶مه نېټه د کاخوفکا د برېښناکوټ د زيانونو په اړه په يوه خبري ناسته کې وويل چې د دې پېښې جوړوونکي ته دې سزا ورکړل شي.