د چين په شمال کې لوی زرغون دېوال
CMG2023/06/08 16:25:10
شريکول:

له ۲۰۱۲م کال راهيسې د چين حکومت په ډېرو سیمو کې نیالګي کېنولې چې د  ځنګلونو پراخوالی یې ۶۸ میليونه هېکتارو ته رسېدلی او پر ځنګلونو د پوښل شوې ځمکې اندازه په سلو کې ۲۴ اعشاريه ۲ ته لوړه شوې او د دغو ځنګلونو مساحت په نړۍ کې لومړی ځای نيولی دی. د چين په شمال لوېديځ، شمال او شمال ختیځ کې د خاورو د صحرا کېدو د مخنيوي په موخه د ځنګلونو پروژه چې لوی زرغون دېوال بلل کېږي، يادو سيمو ته ډېرې ايکولوژيکي، اقتصادي او ټولنيزې ګټې راوړې او په نړۍ کې د ايکولوژيکي چاپېريال د ساتنې نمونوي پروژه هم ده. اوس په يادو سيمو کې د هغو ورځو شمېر خورا زيات شوی چې اسمان يې شين وي. د یادونې وړ ده چې په لوی زرغون دېوال پروژه کې ټول طبیعي بوټي، ځنګلونه او هم د بشر او ماشین الاتو په واسطه کېنول شوي نیالګي شامل دي.