شي جين پينګ د کلتوري پياوړي هېواد د ابادۍ لومړی سرمشريز فورم د پرانیستنې مراسمو ته د مبارکۍ پيغام واستاوه
CMG2023/06/08 09:15:37
شريکول:

د چين د کلتوري پياوړي هېواد د ابادۍ لومړی سرمشريز فورم د جون د اوومې نېټې په ماسپښين د دغه هېواد په شنجن ښار کې پرانيستل شو. د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي، د دولت رئیس او د مرکزي پوځي کمېټې رئيس شي جين پينګ دغه فورم ته د مبارکۍ پيغام واستاوه.

شي جين پينګ په دې پيغام کې وويل، چې د چين کمونېست ګوند له اتلسم ملي کانګرس راهیسې چين د سوسياليستي کلتوري پياوړي هېواد د ابادۍ په برخه کې ټينګ او رښتيني ګامونه پورته کړي. نوموړي وويل، چې چین به په پرانيستې او ټولشموله رويې، د کلتوري سمسورتيا، د کلتوري پياوړي هېواد د ابادۍ او د چيني ملت د عصري تمدن د پرمختګ لپاره دوامدارې هڅې وکړي څو د بشري تمدن د راکړې ورکړې او متقابلې زده کړې، همداراز د هېواد د ابادۍ او ملي سمسورتيا ته قوي روحاني ځواک ورکړي.