د ملګرو ملتونو د بشري استوګنې پروګرام د چين د کليوالو سیمو د پرمختګ څېړنيز راپور خپور کړی
CMG2023/06/08 10:42:45
شريکول:

د ملګرو ملتونو د بشري استوګنې پروګرام د جون په ۶مه نېټه د بشري استوګنې(UN-Habitat) د دوهمې لویې غونډې په ترڅ کې،‌ د کینيا په پلازمېنه نايروبي کې د چين د تونګ جي پوهنتون يو څېړنيز راپور خپور کړ، چې عنوان يې « د کاربن د نه استعمال تر موخې لاندې د جو شان ښار د دينګ های سيمې کليوالو سيمو د پرمختګ تجربې » دی. دغه راپور د کليوالو سيمو د پرمختګ او د کاربن خنثی کېدو په برخه کې د چين تجربې شريک دی.

ياد راپور د چین د تونګ جي پوهنتون د وو جيانګ او وانګ شين د څېړنيزو ډلو لخوا د ۳ کلونو په لګولو سره جوړ شوی دی. دغه راپور کې د جو شان ښار د دينګ های سيمې له کليو څخه ۳۰ عملي بېلګې غوره کېږي او د کاربن د نه استعمال تر موخې لاندې د دينګ های سيمې د کليوالو سيمو د پرمختګ پلان او د ابادۍ بهير ليکل شوی دی.