په عراق کې د داعش وسله والې ډلې يو مشر ووژل شو
CMG2023/06/08 10:53:45
شريکول:

د عراق د امنیتي ځواکونو د جون په ۷مه نېټه وويل، چې د داعش ۴ وسله وال په همدې ورځ پلازمېنې بغداد ته نژدې په ډزو ووژل شول، چې د دغه سازمان د يوې ځايي ډلې مشر هم پکې شامل و.

د عراق د متحدو عملياتو د قوماندې ادارې په دې اړه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، چې ځواکونو يې او د ميليشاوو وسلوالې ډلې د بغداد شمال په څه باندې ۴۰ کيلومتره لرې تارميا سيمه کې د داعش پر يوې وسله والې ډلې بريد وکړ او ۴ تنه يې ووژل. په وژل شويو وسله والو کې يو کس د شمال بغداد لپاره د دې ډلې نومول شوی والي یاد شوی دی.