نړیوال بانک په روان کال کې د نړۍ او چین د اقتصادي پرمختګ اټکلي انډول لوړ کړ
CMG2023/06/08 09:44:38
شريکول:

نړیوال بانک د جون په ۶مه نېټه د "نړیوال اقتصاد د راتلونکي پرمختګ" وروستی راپور خپور کړ، تمه کېږي چې د نړیوال اقتصادي پرمختګ انډول به په ۲۰۲۳م کال کې ۲،۱ سلنې ته ورسېږي چې د جنورۍ له وړاندوینې څخه ۰،۴ سلنه زیاتوالی ښيي، خو لاهم به د ۲۰۲۲م کال د ۳،۱ سلنې په پرتله ټيټ وي او په ۲۰۲۳م کال کې به د چين اقتصادي پرمختګ انډول ۵،۶ سلنه وښيي چې د جنورۍ له وړاندوينې څخه ۱،۳ سلنه زياتوالی لري.

په راپور کې ویل شوي چې روان کال به د نړیوالې اقتصادي ودې کچه د تېر کال په پرتله ډېره ټیټه وي، ځکه چې د روسیې او اوکراین ترمنځ شخړه دوام لري او د لوړ انفلاسیون د مخنیوي لپاره پولي وضعیت په پر له پسې توګه خراب شوی دی. تمه کېږي چې نړیوال اقتصاد به په ۲۰۲۴م کال کې ۲،۴ سلنه وده وکړي، کوم چې په جنورۍ کې له وړاندوینې څخه ۰،۳ سلنه ټیټ دی او د لویو اقتصادونو د ودې کچه هم په پراخه کچه ټیټه شوې ده.