د روسيې د ملي دفاع وزارت وياند کوناشنکوف د جون په ۷مه نېټه ويلي، چې د اوکرايني ځواکونو لخوا د ۵مې نېټې په شپه د چاودنو له لارې د اوکراين د خارکيف ښار د تورياتي ـ اودسا مايع امونیا لېږدوونکي پايپ لين ويجاړ کړی. د خارکيف ښار د پوځي چارو مشر سينېهوبوف ويلي، چې د دې ښار په شمال ختيځ کې د تورياتي ـ اودسا مايع امونیا لېږدوونکي پايپ لين يوه برخه په ۶مه او ۵مه نېټه له بريد سره مخ شوه.
کوناشنکوف ويلي، چې د مسکو پر ځايي وخت د ۵مې نېټې د شپې په ۹ بجو، د اوکراين د مخربې ډلې د خارکيف ښار د ماسيوتوفکا کلي په شاوخوا د چاودلو له لارې ياد پايپ لين ويجاړ کړی. د یاد ترهګريزې کړنې له امله ځينې عام وګړي ټپيان شوي، خو د روسيې ځواکونو ته هېڅ مرګژوبله نه ده رسېدلې.
رشيه ټوډۍ خبري اژانس د جون په ۷مه نېټه خبر ورکړ، چې د یاد پايپ لين له ويجاړېدو وروسته د اوکراین ځينې عسکر د امونیا د مسمومیت له امله مړه شوي.