بېجینګ: د امریکا د پوځي پاروونکو کړنو پر وړاندې د چین ځواب معقول او قانوني دی
CMG2023/06/08 10:55:33
شريکول:

د امریکا د سپينې ماڼۍ د هند او ارام سمندر د چارو همغږي کوونکي کمپبل د جون په ۶مه نېټه وويل، د تايوان په تنګي کې د چين پوځي بېړۍ خطرناک تګ راتګ د دې ښکارندوی دی چې د بدې  پېښې د مخنيوي لپاره بايد تدبيرونه ونيول شي. د امریکا د دیموکرات ګوند غړي بین کارډین وویل چې د امریکا د جنګي بېړۍ په وړاندې د چین اقدامات " له نړیوال قانون څخه سرغړونه ده" او په ټينګه سره د چین له ځورولو سره مخالفت کوي او نشي کولی چې د چین "ګواښ" بریالی شي.

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د جون په ۷مه نېټه په يوه خبري غونډه کې وويل، داسې راپور ورکړل شوی چې يوازې په ۲۰۲۲م کال کې د امريکا څه د پاسه ۸۰۰ لویې کشفي الوتکې د څارنې لپاره چين ته نژدې شوې او په ۲۰۲۲م کال کې د امریکا د پوځي بېړيو ډلې څو ځلې جنوبي سمندر او شاوخوا سیمو ته ننوتلې. د نظامي غوره والي په اتکا د خپل ځواک د ښودلو او د نورو هېوادونو د ملي حاکمیت نقض کولو کړنې په رښتیني توګه د ځورولو او ډارولو کړنې دي، دا د سمندري او هوایي امنیت لپاره ګواښونه دي او د سیمه ییزې سولې او ثبات د ناورین اصلي لامل هم دی. د امریکا پوځي پاروونکو کړنو پر وړاندې په سمندري او هوايي سیمو کې د چین اقدامات معقول او قانوني دي او د تش په نامه له ځورونې سره هېڅ تړاو نه لري. د ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا د ساتنې په برخه کې به چین جوړجاړی ونه کړي او هېچا ته به امتیازات ورنه کړي، دلته هېڅ ډول ځورونې او ګواښ نشته، یوازې هغه اصول شته چې چین یې پلي کوي.