د امريکایي چارواکو سفرونه د منځني ختيځ د روغې جوړې مخه نه شي نیولي
CMG2023/06/08 10:33:08
شريکول:

د امريکا د بهرنيو چارو وزير انټوني بلېنکن د جون له ۶مې نېټې څخه تر ۸مې نېټې پورې له سعودي عربستان څخه ليدنه وکړه. دا په روان کال کې له سعودي عربستان څخه د امريکا د لوړ پوړيو چارواکيو درېيمه ليدنه ده، چې له دې نه مخکې د امريکا د مرکزي استخباراتي ادارې مشر نيکولاس بورنس او د دغه هېواد د ملي امنيت سلاکار چېک سوليون په جلا جلا توګه په تېر اپرېل او مې مياشتو کې له سعودي عربستان څخه ليدنه کړې. رويټرز اژانس خبر ورکړ، چې امريکا غواړي له سعودي عربستان سره د خپلو اړيکو ثبات ومومي.

د عربي ټاپووزمې په چارو کې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت مرستيال وزير ډانيل بينايم د بلېنکن د دغه سفر په اړه وويل، چې امريکا به په دوامداره توګه په منځني ختيځ کې پاتې شي او په دې سيمه کې به نورو سيالانو ته تش ډګر پرېنږدي . د نوموړي د خبرو تر شا د امريکا اندېښنه او ناخوښي ښودل شوې.

رويټرز د مبصر په قول خبر ورکړ، چې د نفتو د بيې د ټيټوالي په برخه کې له سعودي عربستان څخه د ملاتړ ګټل او له دې لارې د هېواد په داخل کې د لوړ انفلاسيون کڼترول د بلېنکن د دغه سفر يوه موخه ده. مګر سعودي عربستان ته د بلېنکن له رسېدو مخکې د اوپېک + (+OPEC) هېوادونو اعلان کړی، چې د نفتو د توليدي اندازې د ټيټوالي روانه تګلاره به تر ۲۰۲۴م کال پورې دوام ولري. په عين وخت کې، سعودي عربستان په خپله خوښه پرېکړه کړې، چې په راتلونکي جولای کې به هره ورځ د اومو نفتو توليدي اندازه يو ميليون بېلره کمه کړي او ورځنۍ توليدي اندازه به يې ۹ ميليونو بېلرو ته راټيټه کړي، چې دغه رقم د ۲۰۲۱م کال له جون راهيسې ټيټې کچې ته رسېدلی.

په منځني ختيځ کې د روغې جوړې روان جريان د امريکا د کارپوه ګريګوري ګاوس هغه نظريه ثابته کړې، چې په منځني ختيځ کې د امريکا د يو قطبي راج زمانه پای ته رسېدلې ده.