د مې میاشت په پای کې د چین د بهرنیو اسعارو زخيره ۳۱۷۶،۵ میلیاردو ډالرو ته رسېدلې
CMG2023/06/08 10:37:28
شريکول:

د چین د بهرنیو اسعارو د ملي ادارې د شمېرنې له مخې، د ۲۰۲۳م کال د مې تر پایه پورې، د چین د بهرنیو اسعارو زخيره ۳۱۷۶،۵ میلیاردو ډالرو ته رسېدلې چې د اپرېل میاشتې په پرتله ۲۸،۳میلیارده ډالره یا ۰،۸۸

سلنه کمه شوې ده.

د یادې ادارې د مسؤل په وینا، د ۲۰۲۳م کال په مې کې، د نړیوالو مالي شتمنیو بیې ثابتې نه دي او د تبادلوي ارزښت او د شتمنیو بیو د بدلونونو په اثر په دې میاشت کې د بهرنیو اسعارو د زېرمو کچه راټیټه شوه. د چین اقتصادي چارې د پر له پسې ښه کېدو په حال کې دي چې د بهرنیو اسعارو د زېرمو پيمانې د ثبات لپاره ګټورې دي.