شي جين پينګ د زرغون دېوال جوړولو لوی پلان ترتیب کړی
CMG2023/06/08 11:49:04
شريکول:

د چین د دولت رئیس شي جین پينګ په دې وروستیو کې د داخلي مغولستان د کورواکې سیمې دBayan Nur بیان نور ښار څخه لیدنه وکړه او د شاړې ځمکې او صحرائي کېدو د مخنیوي او ادارې په اړه یې د یوې مباحثوي غونډې مشري وکړه.

شي جين پينګ په دغه غونډه کې پر دې ټينګار وکړ، چې چینایان باید د ستونزو په نه وېرېدو سره په دوامدارو کوښښونو د چین په شمال کې زرغون دېوال ښه جوړ کړي او د شاړې ځمکې د ادارې نوي بریالیتوبونه دې تر لاسه کړي.

د شاړې ځکمې او صحرائي کېدو مسئله د انسانانو د ژوند او پرمختګ پر وړاندې لویه ایکولوژيکي ستونزه ده. چین په نړۍ کې له هغو هېوادونو څخه یو دی چې د ځمکې د شاړې او صحرائي کېدو حالت يې سخت دی. دغه شان ځمکې په عمده توګه د چین په شمال لوېديځ، شمال او شمال ختيځ کې پرتې دي. د داخلي مغولستان کورواکه سیمه کې پنځه لویې صحراوې او پنځه لویې شاړې ځمکې شته دي.

د چین حکومت د تېرې پېړۍ له اوو لسیزو راهیسې په شمال کې د ځنګلونو زرغونول پيل کړي او عمومي پراخوالی يې ۴ میلیونو، ۳۵۰ زرو مربع کیلو مترو ته رسېږي چې د چین د عمومي پراخوالي ۴۵ سلنه نیسي. دغه پروژه د زرغون دېوال تر عنوان لاندې ترسره کېږي او د پلان له مخې به تر ۷۰ کلونو په ۸ مرحلو دوام ولري. اوس د ۶مې مرحلې پروژه روانه ده.

په تېرو څه باندې ۴۰ کلونو کې د چینایانو د نه ستومانه کېدونکو کوښښونو په پار چین کې د شاړې او صحرائي سیمې د اقتصاد او ټولنې په پرمختګ او ایکولوژيکي چاپېریال په برخه کې ستر بدلونونه رامنځته شوي دي. د چین په شمالي سیمو کې د ځنګلونو د کمربندو اندازه په ۱۹۷۷م کال کې 5.05 سلنه وه، دغه شمېر په ۲۰۲۰م کال کې 13.84 سلنې ته لوړ شوی دی. په تېرو لسو کلونو کې چین کې نیمه برخه هغه شاړې او صحرائي ځمکې چې د ادارې وړ دي، زرغونې شوې دي. شي جين پينګ ویلي، چې د شاړې او صحرائي ځمکې د مخنیوي او ادارې په اړه د چین لارې چارې له طبیعي مقرراتو، د هېواد له واقعي حالت او جغرافیايي چاپېریال سره سمون لري.

 ملګرو ملتونو سرمنشي انتوني ګوترېش وویل، چین په ګردې نړۍ کې په مخکښ ډول د عادي ځمکې د کمزوره کېدو حالت د صفر زیاتوالي او د شاړې او صحرائي ځمکې مساحت د کموالي موخه عملي کړې. د چین دغه بریالیتوب په ګردې نړۍ کې تر ۲۰۳۰م کال پورې د عادي ځمکې د کمزورېدو حالت د صفر زیاتوالی مقصد د عملي کېدو لپاره ستر خدمت کړی دی.

د چین لوی دېوال چې دوه زره کاله مخکې جوړ شوی پوځي دفاعي پروژه وه، په ګردې نړۍ کې ډېر شهرت لري، اوس د چین په شمال کې د ځنګلونو یانې زرغون کمربند جوړونه د چین د ایکولوژیکي چاپېریال ساتنې لپاره هم ستر اهمیت لري. شي جین پينګ دغه ځنلګونه زرغون دېوال ګڼي. هغه  تل د ایکولوژیکي چاپېریال ساتنې ته جدي پاملرنه کړې او کوي يې. نوموړي د زرغون دېوال د ټينګښټ په اړه داسې لارښوونې کړې چې، باید لومړی د غره، اوبو، ځنګلونو، کروندو ځمکو، جهیل، بوټو په شمول د بېلا بېلو ایکولوژيکي عواملو همغږي اداره ترسره شي. دوهم، د شاړې او صحرائي ځمکې د ادارې په بهیر کې دې ساینسي او علمي طریقې غوره شي، مثلاً د اوبو سرچینې مناسبې وکارول شي او د اوبو سرچینې په سپمولو سره د ځنګلونو او بوټو کرل دې پياوړي شي. درېيم، چین باید په اړوندو برخو کې  نړیوالې همکارۍ پياوړې کړي، د شاړې او صحرائي ځمکې د ادارې په اړه د ملګرو ملتونو تړون دې جدي تطبیق کړي او له ګاونډيو هېوادونو سره همکارۍ دې پياوړې کړي.