بېجينګ: له هندوراس سره د دوه اړخیزو اړيکو پياوړتيا غواړو
CMG2023/06/08 10:35:34
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په بلنه، د هندوراس ولسمشره شیومارا کاسترو به د جون له ۹مې نېټې څخه تر ۱۴مې نېټې پورې له چین څخه رسمي ليدنه وکړي. د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د جون په ۷مه نېټه يوې مطبوعاتي غونډې ته ويلي، چې چين غواړي له هندوراس سره په دې فرصت متقابل اعتماد ژور کړي، خپلمنځي همکارۍ پراخې کړي او دوستي ټينګه کړي، څو د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې مخ په ثابت او دايمي کېدو روانې شي.

وانګ ون بين ويلي، چې دا به له چين څخه د هندوراس د ولسمشرې لومړۍ رسمي ليدنه وي. د دواړو هېوادونو د مشرانو ترمنځ‌ دغه ليدنه به تاريخي اهميت ولري او د چين او هندوراس ترمنځ‌ د اړیکو د راتلونکي پرمختګ په اړه به پلان جوړ کړي.