د ۲۰۲۳م کال د چين د کانکور ازموينه د جون له اوومې نېټې څخه پيل شوې او سږ کال د هغو زده کوونکو شمېر چې د کانکور ازموينه کې د ګډون لپاره يې نومونه ثبت کړې،۱۲ میليونه ۹۱۰ زره تنو ته رسېدلی چې دغه رقم د تېر کال په پرتله ۹۸۰ زره زيات شوی او په تاريخ کې يې نوی ريکارډ جوړ کړی دی.