د ايران د بهرنيو چارو وزارت د جون په اتمه په خپله وېبپاڼه کې خبر ورکړ، چې دغه هېواد د سعودي عربستان په جده کې خپله عمومي قونسلګرۍ او د اسلامي همکاریو په سازمان کې خپله نماينده ګي بيا پرانیسته.
د معلوماتو له مخې په جده کې د ايران عمومي قونسلګرۍ او د اسلامي همکاریو په سازمان کې يې نماينده ګي د روانې مياشتې د اوومې په شپه رسماً بيا پرانيستل شوه او د پرانيستنې په مراسمو کې يې د ايران د بهرنيو چارو وزارت مرستيال او یو شمېر نورو چارواکو ګډون کړی و.
په سعودي کې د ايران سفارت، چې د دواړو هېوادونو د اړيکو د پرېکون له امله تړل شوی و، د روانې مياشتې پر شپږمه بيا پرانيستل شو.